دغه لاریون کوونکو پر لاریون سربېره د کابل ـ کندهار ترمنځ لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې.
دوی له دولته غوښتنه کوي چې هغه کسان دې محاکمه شي، کوم چې تېره ورځ په قره باغ ولسوالۍ کې د یو کورنۍ درې غړي په مرموز ډول ووژل او یوه ښځه ټپي شوه او ۲ تنه نور یې ژوندي له ځان سره یووړل.
د غزني ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري هم مني چې خلکو لاریون کړی او د کابل ـ لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې.
نوموړی وايي چې دوی هم پلټنې پیل کړي چې د دغې کورنۍ غړي چا وژلي، څو قانوني چلند ورسره وکړي.
ښاغلي نوري ولایت مقام د یادو لاریون کوونکو د یو شمېر مسؤلینو سره خبرې پيل کړي او هڅه کوي چې دغه لاریون په سوله ییز توګه پای ته ورسوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)